زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-26  |  2024-05-05  |  تازه شوی په: 2024/05/05 - 10:06:3 FA | AR | PS | EN
د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه            افغانستان او پاکستان ته د د اوسپنې پټلۍ پروژه په ۲۰۲۷ کې بشپړیږي             هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي             محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل             په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی             واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي             ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې             روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي             د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه             جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی             یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني             یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې             په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو             د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی             د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي            

تاريخ النشر: 2023/10/03 - 04:14:4
زيارة: 305
مشاركة مع الـأصدقاء

د سولې له خبرو نه یوازې د جمهوري نظام؛ بلکې د ټولو افغانانو منزوي کول وو
د سولې له خبرو نه یوازې د جمهوري نظام؛ بلکې د ټولو افغانانو منزوي کول وو

انصار(د تله ۱۱ مه) د پرځیدلي جمهوري نظام د چارو ادارې رییس ډاکټر فضل محمود فضلي د دغه نظام له پرځیدو وروسته په لومړنۍ تلویزوني مرکه کې د هغه څه په اړه خبرې وکړې، چې هغه د نظام پرځیدو د لاملونو اصلي روایت باله.

ډاکټر فضلي په دې مرکه کې د جمهوري نظام د پرځیدو اصلي دلیل د سولې له خبرو نه یوازې د جمهوري نظام؛ بلکې د ټولو افغانانو منزوي کول وبلل .

فضلي د سیمې او نړۍ هېوادونه تورن کړل، چې د مخکیني افغان حکومت په ګډون یې له حکومته د باندې سیاستوال ټول د سولې له خبرو لرې وساتل او ټولو د خپلو موخو لپاره طالبانو سره خبرې وکړې.

دغه پخواني مقام په ورته مهال وویل، چې طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د سولې مذاکرات نه دي کړي او یو نیم کلن مذاکرات یې ټول پر دې څرخیدل، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتو پر څرنګوالي هوکړه وکړي.

فضل محمود فضلي د ټولو هغو تورونو رد وکړ، چې ګواکې ولسمشر غني او ټیم یې د سولې خلاف و او د خپل واک د دوام لپاره یې د سولې د خبرو پر ځای د ۲۰۱۹ پر ولسمشریزو ټاکنو تمرکز وکړ.

د فضلي په وینا، هغه سیاستوال چې یادې ټاکنې د سولې خنډ بولي، له ټاکنو پرته یې کومه بله نسخه او حل لاره نه لرله او د سولې خبرو ته یې هم یوازې تمه دا وه څو په راتلونکي واک کې خپله فیصدي ولري.

هغه زیاته کړه، چې که ټاکنې نه وای شوې؛ د سولې لپاره به جمهوري نظام مشروعیت نه لرلای او لا به د سولې هڅې ستونزو سره مخ شوي وای.

فضل محمود فضلي په دغه مرکه کې وویل، د جمهوري نظام له سقوط وروسته هڅه کیږي چې د شل کلن نظام ټول موضوعات د سقوط ورځې پورې را ټول شي، په داسې حال کې چې دغه نظام له پيله د سولې او د افغانستان د ثبات زیات فرصتونه ضایع کړي وو.

فضلي د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له پرځیدو وروسته د بن غونډه، د طالبانو د سولې غوښتنو ردول، په ۲۰۱۳ کې له طالبانو سره د حامد کرزي د سولې ښکاره مخالفت او نور هغه څه وو، چې د سولې فرصتونه ورسره ضایع شوي وو.

د ډاکټر فضلي په وینا، د ولسمشر غني په حکومت کې له ګلبدین حکمتیار سره سوله، طالبانو سره د کوچني اختر بېساری اوربند او دغه راز په لوړه کچه طالب مشرانو سره د سولې هڅې د دوی لویې لاسته راوړنې وې.

هغه زیاتوي، چې دوی طالب مشرانو سره د سولې خبرو کې مثبت پرمختګ درلود، تماسونه یې سره لرل، خو د سولې له هڅو د افغانانو له منزوي کولو سره دا ټولې هڅې ناکامه شوې.

فضلي په دې اړه، چې د جمهوري نظام اړیکې په مشخص ډول کومو طالب مشرانو سره وې او هغوی د ټولو طالبانو استازیتوب کاوه کنه، له نورو جزییاتو ډډه وکړه.

د جمهوري نظام دغه مقام په ورته وخت کې وایي، چې د ۲۰۲۰ د اګسټ له پنځلسمې یوه ورځ مخکې ولسمشر غني په ارګ کې له سیاسي مشرانو سره د غونډې پر مهال له واکه ایسته کیدو ته تیاری وښود او دوحې ته یې طالب پلاوي سره په دې اړه د خبرو پر پلاوي خبرې کولې.

د فضلي په وینا، په دغه غونډه کې یونس قانوني ولسمشر غني ته وویل، چې دوی سبا پاکستان ته سفر لري، چې ولسمشر غني یې غوسه کړ.

د ډاکټر فضلي د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني قانوني ته په خطاب کې وویل، چې طالبان د پاکستان د نیابتي ډلې په توګه هره ورځ د افغانستان ولایتونه سقوط کوي، خو دوی په داسې مرحله کې هم غواړي پاکستان ته ورشي.

فضل محمود فضلي په ورته وخت کې طالبان تورن کړل، چې د سولې او جګړې په اړه ادعاوې یې ضد و نقیضې وې او کابل ته یې د وسله والو د ننوتو په ورځ هم په اعلامیو کې ویل، چې کابل ته نه غواړي په زوره ننوځي.

نوموړي په عین حال کې وویل، که طالبان او د دوی مخالفان وایي چې ولسمشر غني او ټیم یې د سولې خلاف و، اوس خو دوی په قدرت کې نه دي، ولې طالبان نورو افغانانو سره سولې ته نه کیني؟

د ولسمشر غني دغه نږدې کس په عین حال کې، هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې جمهوري نظام او شخصاً ولسمشر غني د ده او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له لوري انحصار شوي وو.

هغه زیاتوي، کوم کسان چې په دې اړه ادعاوې لري د افغانستان د اداري نظام له جوړښت او صلاحیتونو ناخبره دي.

د فضلي په خبره، دی د نظامي چارو مامور نه و، ځکه خو د پوځي مسایلو په اړه څه نه شي ویلی، خو په ملکي برخه کې یې مسوولیت د چارو ادارې دننه اجرایي او له دغې ادارې بهر د همغږۍ اړوند و.

فضلي زیاتوي، چې تر ده وړاندې هم د چارو ادارې رییس هماغه صلاحیتونه لرل او اوسنی طالب رییس یې هم لري، چې ده لرل، خو د ده پر وړاندې منفي تبلیغات کیدل.

د چارو ادارې پخوانی رییس په ورته وخت کې مني، چې جمهوري نظام کې فساد موجود و، خو د ځان په اړه دا ادعاوې بې اساسه بولي او وایي په حکومتي ګومارنو کې ده نه؛ بلکې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسون ښکېل و.

دغه پخوانی مقام وایي، د فساد ادعاوې هر څوک کوي، خو ښه ده چې د څېړنیز ژورنالېزم له لارې د ټولو پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو د پخواني او اوسني ژوند امکانات وڅېړل شي او د یوه مشروع نظام له رامنځته کیدو سره د ټولو پخوانیو چارواکو او سیاستوالو د فساد دوسیې وڅېړل شي.

فضلي، چې اوس په سویډن کې ژوند کوي، د شخصي شتمنۍ او کاروبار ادعاوې ردوي او وایي په سویډن کې کوم روغتون او کاروبار نه لري؛ بلکې د یوه دولتي کلینیک ډاکټر دی.

د جمهوري نظام یاد شوي مقام د طالبانو اوسنۍ واکمني « استبدادي» وګڼله، خو ویې ویل جګړه د حل لاره نه ده، دوی مخکې په حکومت کې له یوه مشروع ادرس څخه د افغانستان دفاع کوله، خو اوس د جګړې خلاف دي، ځکه جګړه په افغانستان کې استخباراتي لاسوهنو ته لاس ورکوي.

هغه په عین حال کې د طالبانو لابي کوونکي سیاستوال ترنیوکو لاندې راوستل او د طالبانو تر واکمنۍ افغانستان ته یې د ژوند او خپلو لابیو په اړه ځواب ویلو ته وبلل.

فضلي افغان مترقي سازمانونه یووالي ته وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د ده په ټکیو د طالبانو اوسنۍ« استبدادي واکمني» به نسکوریږي.

د ولسمشر غني دغه نږدې ملګري، ښاغلی غني اوس هم د افغانستان مشروع ولسمشر وباله او ویې ویل، چې هغه یوه مشروع نظام ته د افغانستان په واک سپارلو کې مهم رول لرلای شي.

ښاغلي فضلي د خپلو سیاسي فعالیتونو خبر هم ورکړ او ویې ویل، چې دی ملي سیاست ته د کومې پروژې نه؛ بلکې د یوه مسوولیت په سترګه ګوري او تر پایه به دوام ورکړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27426






*
*

*



قرأ




ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان